د ملا برادر اخوند په حضور د TRCK2 خبرو اترو اوم پړاو ترسره شو
د اسیا زړه ټولنې د ډسمبر ۹ د چهارشنبې په ورځ د TRCK2 خبرو اترو په سلسله: د افغان سولې لپاره د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ جلب) اومه ناسته د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال او د طالبانو د قطر دفتر رییس ملا عبدالغني برادر په وینا، د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړو شیر محمد عباس ستانکزي او مولوي شهاب الدین دلاور په شتون کې ترسره شوه.
پدې پرورګرا کې پخوانیو دیپلوماتانو، د نړیوالو ټولنو او سازمانونو استازو، سیمه ییزو او نړیوالو کارپوهانو په دوحه کې د سولې په روانو خبرو اترو او په راتلونکي افغانستان پوښتنې او نظرونه شریک شول.
د طالبانو ارشدو استازو د سولې خبرو اترو په اجنډا، د اوربند د کېدو پر امکاناتو، د ښځو پر حقونو، ټولنیزه ازادي، د دولت د رهبرۍ لپاره د ټاکنو پر ډول، د بیان او رسنیو پر ازادۍ، د نړۍ سره د افغانستان په راتلونکو اړیکو، القاعده سره د طالبانو پر اړیکو، په راتلونکي کې د داعش پر فعالیتونو او د نورو ترورستي ډلو په فعالیت د ګډونوالو پوښتنو ته ځواب ووایه.