اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

د افغانستان او هند خبرې: د افغانستان  سولې بهیر کې  د نوي ډهلي نقش ارزونه

د آسیا زړه ټولنه او هندي «VIF» فکرخونې له خوا د خبرو اترو دویم پړاو کې، ګډونوالو د دواړو هېوادونو اړیکو څېړلو ترڅنګ وویل، چې هند د افغانستان سولې خبرو اترو کې غایب دی. هغوی په سیمه‎ییزه ډیپلوماسۍ او د افغانستان سولې بهیر کې د هند د لا زياتې ونډې غوښتنه وکړه.

ګډونوالو، د جګړې له زیاتوالي، تاوتریخ‎والي او د طالبانو له پرمختګ او نظامي فشارونو اندېښنه وښوده او د افغانستان له دفاعي- امنیتي ځواکونو یې خپل ملاټر اعلان کړ.

هغوی د کابل، هرات، خوست او جلال آباد خلکو وروستي احتجاجونه هیله بښونکي وبلل او دا یې د یوالي او ملي اجماع پیلامه وبلله او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې له سولې بهیره ملاتړ او د جګړې د پای‎ته رسېدو لپاره د اکثریتو افغانانو غږ واوري.

ګډون‎والو وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ  دوحې تړون نه یوازې افغانستان ته سوله را نه‎وسته، بلکې طالبانو ته یې مشروعیت ورکړ، د طالبانو له لوري د جغرافیې ترلاسه کول باید نړۍوال مشروعیت ترلاسه نه کړي او د طالبانو پر دغوکړنو باید په نړۍواله کچه بحث وشي.

هغوی وویل، چې د کړکېچ حل او سیاسې هوکړې ته درسېدو لپاره سیمه‎ییزه اجماع مهمه ده. هغوی د سیمه‎ییزې اجماع پر وړاندې پرتې ستونزې په ګوته کړي او ټينګار یې وکړ، چې د افغانستان ناامني او بې‎ثباتي هېڅ هېواد ته ګټه نه‎ رسوي.

د ګډون‎والو په باور، کېدی شي سيمه‎ييز هېوادونه له طالبانو سره خپلې ګټې او اړیکي ولري؛ خو ګډې ګټې، افغانستان کې د بې‎ثباتيو او ګډوډیو په مخنیوي کې دي. دلته د یوې ډلې ګواښ مطرح نه دی؛ بلکې د افراط‎پالنې نفوذ او پراختيا ګواښ د اندېښنې وړ دی.

په افغانستان کې د ترهګرۍ ماتې لپاره باید سیمه‎ییز هېوادونه او نړۍوال مرستندویان له یو بل سره مرستې وکړي. دیوې ګډې سیمې لپاره ګډ کارکولو کې د خلکو ګټې او هوسا ژوند باید په لومړیتوب ولري. موږ اړ یو چې په ټولیزه توګه د کړکېچ له عواقبو سره مخ شو.

ګډون‎والو خبرداری ورکړ، چې  د یادو مسایلو په اړه د خلکو په منځ کې ډېرښه پوهاوی او درک شته او خلک د سيمې او نړۍوالو هېوادونو د رښتینو هڅو غوښتونکي دي. اوس د عمل وخت دی.