اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

د «آسیا زړه ټولنه» او «فیلوبوک» په کوربه‌توب د باچاخان د عدم‌ تشدد فلسفې لمانځل

د ۲۰۲۱ ميلادي کال د جون په ۸مه نېټه د آسيا زړه ټولنې او « Folio Books » له لوري د خان عبدالغفار خان(باچا خان او فخر افغان) د  پېژندل شوي کتاب (زما ژوند او زما  مبارزه) په اړه ګد وبینار جوړ شو، چې کوربه‎توب یې د شاعرې او لیکوالې، شفیقې خپلواک له لورې کېده. په نوموړي وبينار کې، د پاچاخان د کتاب (زما ژوند او زما مبارزه) انګلیسي ژباړونکي، ښاغلي امتیاز احمد صاحب‎زاده؛ سیاسي‎ فعال او لیکوال، ښاغلي افراسياب خټک؛ له پېښور پوهنتون څخه پرفيسورې، مېرمن نورين نصير او د آسيا زړه ټولنې، بنسټ‎ګر او مرستيال، ښاغلي جانان موسی‎زي ګډون کړی وو.

دغه کتاب لومړی ځل په ۱۹۸۳ ميلادي کال کې د افغان دولت له لوري په پښتو ژبه تدوین شو. یاد کتاب په زندان کې د پاچاخان وضعیت او دغه راز مکې او بیت المقدس ته د نوموړي سفرونه بیانوي. د وبينار ګډون‎والو وویل، چې له پښتو څخه انګليسي ژبې ته د دغه کتاب ژباړه د خان د عدم تشدد پيغام، نه يوازې سهيلي آسيا بلکې ټولې نړۍ ته رسوي. همدا راز د وبینار ګډون‎والو وویل، چې د سیمې په ځانګړي توګه د افغانستان وضعیت ته په کتو چې ورځ تر بلې تشدد  په کې زیاتېږي، ښه او مناسب وخت دی، چې د باچا خان د عدم تشدد فلسفې په اړه بحث وشي او ترې درس واخیستل شي.

باچا خان په سيمه کې د لومړنیو کسانو په ډله کې و چې په سيمه کې يې ريفورم او ټولنيز بدلون غوښت او په دې برخه کې یې ډېرې هلې ځلې کړي دي. هغه په سیمه کې د ټولنيز-سياسي عدم تشدد فعاليت تصور معرفي کړ، نوموړي حتی په زندان کې چې د بريتانیوي استعمار له لوري ځپل کېده د خبرو او مفاهمې له لارې يې د بريتانیوي استعمار پر وړاندې مبارزه کوله. خان د مساواتو، په ځانګړې ډول د نارينه او ښځينه و لپاره د زده کړو مساوي حقوقو پلوي کوله. خپله يوازينی لور يې د ټولنې او کورنۍ د غوښتنې پر خلاف ښوونځي ته ولېږله.

هغه خپله ښوونيزه مبارزه او هڅې د ديني ښوونو له لارې کولې او لومړنۍ ديني مدرسه يې پر ډيورن‎لاين جوړه کړه. اوس مهال، د دواړو هېوادونو په ښوونیزنصاب کې د باچا خان عدم تشدد فلسفې ته جدي اړتيا لیدل کېږي.

نن د افغانستان – پاکستان  سيمه په ځانګړي توګه افغانستان کې د افراطيت او تشدد وبا ګډه شوې ده چې د پخواني شوروي اتحاد  پر خلاف د امريکا له لوري د ۱۹۸۰ کلونو کې د افغان جهاد تر نامه لاندې او بيا د ۲۰۰۱ ميلادي کال د تروريسم پر خلاف جګړې راپدېخوا دغې وبا زور اخیستی دی.

په تېرو ۴۰ کلونو کې، د دواړو کاونډي هېوادونو تر منځ اړيکې بې ثباته وې، سره له دې چې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ ډېر مشترکات موجود دي، دواړه هېوادونه ګډ دين، کلتور او ژبه لري. په سيمه په ځانګړي ډول افغانستان کې ډېره وينه وبهېده، چې له دې وروسته په سیمه کې تشدد او تند لاري د تحمل وړ نه ده . دا ټول هغه څه دي چې د پاکستان د پوځ د ژورې ستراتيژۍ او د افغانستان د مشرانو خپل منځي اختلافاتو له امله رامنځته شوي دي.

د پاکستان دولت او پوځ کې ځينې دا ادعا کوي چې د عمران خان تر مشرۍ لاندې د پاکستان ژوره ستراتيژيکه پاليسي د اقتصاد او اړيکو پر پاليسۍ بدله شوې؛ خو تر اوسه يې پايله نه محسوسېږي. اوس چې امريکايي پوځ د وتلو په حال کې ده، د افغان دولت او طالبان د سولې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. نن د هر وخت په نسبت احزاب کولی شي چې د باچا خان د عدم تشدد فلسفې څخه په استفادې تعامل وکړي او خپله پاليسي د دغې فلسفې په رڼا کې فورمول‎بندي کړي.