اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

د«سوله ییز افغانستان جوړول: دافغانستان د سولې له بهیر څخه د سیمې او نړۍ ملاتړ»

د«سوله ییز افغانستان جوړول: دافغانستان  د سولې له بهیر څخه د سیمې او نړۍ ملاتړ» تر عنوان لاندې د  ۲ مسیر د خبرو نهم پړوا تېره ورځ ترسره شو. دغه ناسته د اسیا زړه ټولنې له خوا،  د منازعې او بشر دوستانه مطالعاتو مرکزاو د نیویارک پوهنتون د مرستو نړیوال مرکز په مرسته جوړه شوې وه. په دې ناسته کې د سیمې او نړۍ پياوړو ډیپلوماتانو او څېړنکو ګډون کړی و. د دې ناستې اصلي ویناوال د مصالحې د عالي شورا مشر ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله وو.

په دې ناسته کې د سولې بهیر پر وړاندې د شته خنډونو، د سولې خبرو د چټکتیا لپاره د امریکا متحده ایالتونو نوې طرحې، دوحه کې روانو خبرو او د سیمې هېوادونو هڅې له هغې ډلې د مسکو د تریکای کنفرانس او د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د آسیا زړه هېوادونو ناستې په اړه خبرې وشوې.

ګډونوالو د استانبول په ناسته کې په وړاندیز شوې اجنډا لکه اوربند، د واک ویش او د سیاسې لارې پر نقشې خبرې وکړې. په دې ناسته کې ټينګار وشو: له ستونزو سره سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د استانبول کنفرانس لپاره د یوې واحدې طرحې د وړاندې کولو په هڅه کې دی. د طالبانو تحریک تراوسه کوم ځانګړی وړاندیز نه لري. دغه راز د استانبول ناستې لپاره د  ډېرو اسانتیاوو او مقدماتي بحثونو پر اړتیا خبرې وشوې.

کډونوالو د استانبو ناستې په درشل کې په دوحه کې د سولې خبرو پر دوام ټینګار وکړ. هغوی د سولې په خبرو کې د پرمختګ په موخه د ډاډ لپاره د یوه درېیمګړي ونډه روښانه کړه. د هېواد سیاسي رهبران او د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي غړي به د استانبول په ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت استازي وي.

د مصالحې د عالي شورا مشر د استانبول ناسته د افغانستان دولت او طالبانو لپاره نوی فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې په دې ناسته کې به په سیاسي موضوعاتو لکه د واک ویش، اوربند او یوې سیاسي هوکړې خبرې وشي.

کورنیو او بهرنیو کارپوهانو، د سولې بهیر د چټکتیا او بریا په موخه د یو درېیمګړي په ونډې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لپاره د منلو وړ وي ټينګار وکړ.

کډونوالو ټینګار وکړ چې هر ډول سیاسي هوکړه باید دولتي بنسټونه په ځانګړي ټوګه امنیتي ځواکونه پياوړي کړي. هغوی د سولې په بهیر په ځانګړي ډول د استانبول په ناسته کې د ښځو او مدني ټولنې په معناداره ګډون ټینګار وکړ.