د افغانستان او هند خبرې: د افغانستان سولې بهیر کې د نوي ډهلي نقش ارزونه
د آسیا زړه ټولنه او هندي «VIF» فکرخونې له خوا د خبرو اترو دویم پړاو کې، ګډونوالو د دواړو هېوادونو اړیکو څېړلو ترڅنګ وویل، چې هند د افغانستان سولې خبرو اترو کې غایب دی. هغوی په سیمهییزه ډیپلوماسۍ او د افغانستان سولې بهیر کې د هند د لا زياتې ونډې غوښتنه وکړه.
ګډونوالو، د جګړې له زیاتوالي، تاوتریخوالي او د طالبانو له پرمختګ او نظامي فشارونو اندېښنه وښوده او د افغانستان له دفاعي- امنیتي ځواکونو یې خپل ملاټر اعلان کړ.
هغوی د کابل، هرات، خوست او جلال آباد خلکو وروستي احتجاجونه هیله بښونکي وبلل او دا یې د یوالي او ملي اجماع پیلامه وبلله او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې له سولې بهیره ملاتړ او د جګړې د پایته رسېدو لپاره د اکثریتو افغانانو غږ واوري.
ګډونوالو وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دوحې تړون نه یوازې افغانستان ته سوله را نهوسته، بلکې طالبانو ته یې مشروعیت ورکړ، د طالبانو له لوري د جغرافیې ترلاسه کول باید نړۍوال مشروعیت ترلاسه نه کړي او د طالبانو پر دغوکړنو باید په نړۍواله کچه بحث وشي.
هغوی وویل، چې د کړکېچ حل او سیاسې هوکړې ته درسېدو لپاره سیمهییزه اجماع مهمه ده. هغوی د سیمهییزې اجماع پر وړاندې پرتې ستونزې په ګوته کړي او ټينګار یې وکړ، چې د افغانستان ناامني او بېثباتي هېڅ هېواد ته ګټه نه رسوي.
د ګډونوالو په باور، کېدی شي سيمهييز هېوادونه له طالبانو سره خپلې ګټې او اړیکي ولري؛ خو ګډې ګټې، افغانستان کې د بېثباتيو او ګډوډیو په مخنیوي کې دي. دلته د یوې ډلې ګواښ مطرح نه دی؛ بلکې د افراطپالنې نفوذ او پراختيا ګواښ د اندېښنې وړ دی.
په افغانستان کې د ترهګرۍ ماتې لپاره باید سیمهییز هېوادونه او نړۍوال مرستندویان له یو بل سره مرستې وکړي. دیوې ګډې سیمې لپاره ګډ کارکولو کې د خلکو ګټې او هوسا ژوند باید په لومړیتوب ولري. موږ اړ یو چې په ټولیزه توګه د کړکېچ له عواقبو سره مخ شو.
ګډونوالو خبرداری ورکړ، چې د یادو مسایلو په اړه د خلکو په منځ کې ډېرښه پوهاوی او درک شته او خلک د سيمې او نړۍوالو هېوادونو د رښتینو هڅو غوښتونکي دي. اوس د عمل وخت دی.