اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

ویلیم بل کروسبی

سفير ويليم بل کروسبي، د خپل خدمت ډېر وخت د کاناډا فدرال دولت بهرنيو چارو له وزارت او نړيوالې سوداګرۍ په برخه کې تېر کړی .

نوموړي په قونسلي، خونديتابه، بېړنيو خدمتونو، سياست، سوداګرۍ، مذاکراتو، نړيوالو قوانينو، د شمالي امريکا او افغانستان ترمنځ  د اړيکو په برخه کې کار کړی .

ښاغلی کروزبي له 2009 کاله تر 2011 افغانستان کې د کاناډا سفير په توګه دنده ترسره کړې .

نوموړي د بهرنيو چارو وزارت له تقاعد وروسته له دفاع وزارت سره د سولې د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو په پروژو او همدارنګه د شيلات او اقيانوسونو له وزارت سره د ابي اقتصاد د ودې لپاره د جزيري هېوادنو په ځانګړي ډول مخ پر ودې هېوادونو او افريقا کې مرسته او همکاري کړې ده .

ښاغلی کروزبيی چې د نوي فنلاند د سنت جان اوسيدونکی دی، د نوي فنلاند د مموريال پوهنتون د حقوقو له څانګې فارغ شوی دی .