اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

طالبان او نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي پرزیدو مخه ونیسي

د آسیا زړه ټولنې د دوحې انسټيټوټ د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو مرکز په مرسته، سه شنبه د سپټمبر ۲۸مه د ۲ مسیر د خبرو دیارلسمه لړۍ د سیمې او نړۍ د پخوانیو کارپوهانو او ډيپلوماټانو په شتون کې ترسره کړه.

ګډونوال د افغانستان پیښ شوي وضعیت په اړه د بحث تر څنګ وویل: شونې ده چې په هیواد کې جنګ او نښتې ختمې شوې وي؛ مګر په افغانستان کې د سولې او ثبات تینګښت، د سیاسي او ټولنیزو ګروپونو د مشارکت او نړیوالو ټولنې د تعامل او همکارۍ له لارې ترلاسه کیدای شي.

د سیمې او نړۍ ډيپلوماټانو او کارپوهانو تینګار وکړ چې په افغانستان کې د نوي رژیم په اړه د سیمې هیوادونو او د لویدیزو هیوادونو لیدلورو ترمنځ یو روښانه درز لیدل کیږي چې دا درز ورځ تر بلې ډیریږي، مګر دا چې ترجیحاً د ملګرو ملتونو سازمان په واسطه څو اړخیزې هڅې د نړۍ د همغږۍ په موخه ترسره شي.

ګډونوالو وویل چې افغانستان کې د طالبانو رهبرۍ لاندې دولت برخلیک روښانه نه ده، مګر طالبان او نړیواله ټولنه مسوولیت لري تر څو افغانستان کې د پراخ بشري او اقتصادي ناورین مخه ونیسي.