اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

د افغانستان او پاکستان د خبرو دویم پړاو: د زور له لارې د واک ترلاسه کول هېڅ ډول کورنی او نړیوال مشروعیت نه لري

د اسیا زړه ټولنه او د اسلام اباد د ستراتيژیکو مطالعاتو انستیتوت، نن د ۲ مسیر د خبرو لړۍ دویم پړاو د دواړو هېوادونو پخوانیو ديپلوماتانو او کارشناسانو په شتون کې ترسره کړه. د خبرو په دغه پړاو کې، دواړو خواوو د رامنځ ته شویو سختو شرایطو ته په اشارې او حل لارې موندلو لپاره، د مذکراتو، اړیکو او خبرو پردوام ټینګار وکړ.

د افغانستان لوري د طالبانو لخوا د جګړې او تاوتریخوالي، کړاوونو زیاتوالی او بشري ناورین بې ساري وباله، یادونه یې وکړه چې قربانیان یې عمدتاً ملکي او بې وزلي خلک دي. د جګړو په پایله کې، زرګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه زره نور بیا کډوال شوي دي.

دوی هغو فرصتونو ته په پام سره چې له لاسه وتلي، ټینګار کړی چې د دوحې درې ورځنۍ غونډه باید د پام وړ او روښانه پایلې ولري. اوس د عمل وخت دی او نور د فرصت له لاسه ورکولو لپاره وخت نه دی پاتې.

افغان کارشناسانو او د یپلوماټانو زیاته کړه چې باید ګډ کار وشي، څو ملګري ملتونه او د امنیت شورا طالبانو ته په ډاګه کړي چې له پوځي او زور له لارې واک ته رسېدل به دوی ته هېڅ نړیوال او کورني مشروعیت ونه لري.

د اجماع وینا والو څرګنده کړه چې روان کړکېچ پوځي حل لار نه لري او یوازې یوې ټول شموله سیاسي هوکړې ته رسېدل دي. د بین الافغاني خبرو له لارې هر ډول سیاسي هوکړه د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان همکارۍ او هڅو ته اړتیا لري.