اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

داکتر سیما سمر

ډاکټر سيما سمر د افغانستان د ولسمشر ځانګړې استازې د بشري حقونو او په نړيوالو چارو کې د دولت وزيره او په ملګرو ملتونو کې د کډوالو چارو پلاوي او د ستونزو د هوارې بورډ غړې ده .

وړاندې تر دې ميرمن سيما سمر د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره، د ښځو چارو لومړنۍ وزيره او له هغو دوه ښځو يوه وه ده، چې په انتقالي حکومت کې مشرانې پاتې شوي.

نوموړې د بيړنۍ لويې جرګې مرستياله او په ملګرو ملتونو سازمان کې د سوډان په چارو کې د بشري حقونو ځانګړې راپورلیکونکي هم وه.

اغلې سمر په کال 1982 کې د کابل طب پوهنځي نه فارغه شوې او د کابل په يوه دولتي روغتون کې يې دنده ترسره کړې.

له يوې مودې وروسته مجبوره شوه خپل ټاټوبی د غزني جاغوري ولسوالۍ ته ولاړه شي او په لرې پرتو سيمو کې د خلکو درملنه وکړي.

په کال 1984 ميرمن سمر مجبوره شوه د خپل کوچني زوی د زده کړو لپاره پاکستان ته ولاړه شي، چې هلته يې د ماشومانو، افغانو ښځو او نجونو د خونديتوب، زده کړو او روغتيايي خدمتونو لپاره د شهيدانو بنسټ او کلينيک په کويټه کې جوړ کړ، وروسته له هغې یې څو کلينيکونه او د لومړنيو زده کړو ښوونځي په پاکستان او افغانستان کې جوړ کړل.

نوموړې وروسته له هغې، چې هېواد ته ستنه شوه په بېلابېلو برخو کې يې د ښځو د حقونو لپاره په سياسي، ټولنيزو او د زده کړو په برخه کې د حکومت دننه او بهر فعاليت درلوده.

نوموړې د افغانستان بشري حقونو کمېسيون چې په 2002 کال کې جوړ شو لومړنۍ مشره وه، دغه کمېسيون په 2004 کال په اساسي قانون کې ځای پر ځای شو.

آغلې سمر د ګوهر شاد د خصوصي لوړو زده کړو انسټېټیوټ بنسټ اېښودونکي ده.

دغه انسټېټیوټ په سياسي علومو، ټولنپوهنې، اقتصاد، ادارې او مشرۍ برخه کې ښځو، لرو پرتو سيمو او بې وزلو زده کړیالانو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې.