اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

‘استانبول پروسې تېرو۱۰کالو کې سیمه ییزه اجماع نه ده رامنځته کړې’

طلوع‌نیوز

د بهرنیو چارو پخوانی سیاسي مرستیال جاوېد لودین وايي چې د اسیا زړه – استابنول پروسه بریالۍ نه وه او نه ده توانېدلې چې تېرو لسو کالو کې یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي.

که څه هم ښاغلی لودین له شکلي پلوه د اسیا زړه استانبول پروسه یو ښه بهیر ګڼي؛ خو وايي که چېرې د دغې غونډې پر محتوا کار شوی وای کولای شول چې د سولې خبرو اترو لپاره سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي.

جاوید لویدن وايي چې د آسیا زړه ـ استانبول پروسه د جوړښت له پلوه ارزښت لري، د سیاسي بحثونو او لیدنو زمینه برابروي، خو د منځپانګې له پلوه دغه بهیر پرمختګ نه دی کړی.

د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال جاوید لودین وايي:«د سیمې په کچه سیاسي ماته وه، په سیمه کې ډېره بې اعتمادي موجوده وه او له بده مرغه نن هم شتون لري. نو بنسټيز تمرکز چې په هغه وخت کې وشو د استانبول پروسې په چوکاټ کې همدا خبره وه چې اعتماد جوړونه رامنځته شي.»

ښاغلی لودین وایي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اجماع د رامنځته کېدو لپاره نامنظمې هڅې د دې سبب شوې چې دغه هېوادونه د آسیا زړه – استانبول پروسې د غونډې د هدفونو پر وړاندې بې پروا شي.

ښاغلي لودین وړاندې وویل:«د افغانستان سولې په تړاو د مشورو یو میکانیزم، د امریکا او ناټو او د سیمې هېوادونو ترمنځ د تفاهم میکانیزم نشته، له همدې کبله بیلابیل میکانیزمونه تجربه کوو، تېرو دوو کالو کې څوک تروییکا جوړوي او څو هم شپږ جمع یو. څوک داسې یو فورمول مطرح کوي، که موږ نن یو فورمول، یو میکانیزم درلودی ډېر به ښه و او افغانستان به په کې د شپږمې ګوتې ونډه نه بلکې مهم او مرکزي رول به یې درلود، خو له بده مرغه چې داسې نه ده، خو بیا هم هیله لرو چې اوس وشي.»بلخوا ولسمشر اشرف غني د اسیا زړه – استانبول غوندې له جوړېدو خوښي څرګنده کړه:«زه غواړم چې د آسیا زړه – استانبول پروسې له پخوانیو کوربنو قراقستان، چین، پاکستان، هند، آذربایجان او ترکیې هم خوښي څرګنده کړم. د افغانستان اسلامي جمهوریت به ویاړ ولري چې په ۲۰۲۲ کال کې ستاسو کوربتوب وکړي.»

لس کاله وړاندې د آسیا زړه – استانبول پروسې غونډه په لومړي ځل د افغانستان په هکله د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په هدف په استانبول کې جوړه شوه.

د آسیازړه – استانبول پروسې اصلي غړي د سیمې ۱۵ هېوادونه دي. خو ۱۷ هېوادونه د دې پروسې همکاردي او دغه راز ۱۲ سیمه ییز او نړیوال سازمانونه د دغه بهیر څارونکي دي. هر غړی هېواد په خپل وار سره په کال کې یو ځل د دې پروسې د کلنۍ غونډې کوربتوب کوي.