اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

آسیا زړه ټولنې او ویوکاناندا نړۍوال بنسټ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د ۲۰۲۱ کال د جون ۱۲مه نېټه

آسیا زړه ټولنه، په ډېرې خوښۍ په نوي ډهلي کې له مېشت ویوکاناندا فکري خونې سره د هوکړه لیک د لاسلیک خبر ورکوي.

آسیا زړه ټولنه، په افغانستان کې یو خپلواک څېړنیز او فکري بنسټ دی، چې په افغانستان کې له تلپاتې سولې ملاتړ  او د آسیا زړه هېوادونو د سوکالۍ لپاره کار کوي.

د ویوکاناندا څېړنیز مرکز په هند  کې یو خپلواک او غیرګوندي بنسټ دی، چې د کیفي څېړنو او د خبرو اترو لپاره د زمینو برابرولو او د منازعاتو د حل په برخه کې کار کوي.

دغه هوکړه لیک د دواړو بنسټونو ترمنځ د علمي او څېړنیزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا او  په لویه کچه د افغانستان او هند د علمي او فکري اړیکو د پراختیا او پياوړتیا په موخه لاسلیک شوی دی.

د دغه هوکړه لیک له مخې، آسیا زړه ټولنه او د ویوکاناندا څېړنیز مرکز به د خوښې وړ سیمه ییزو- نړۍوالو مسایلو په ځانګړي توګه د افغانستان او هند د اړیکو په اړه علمي ناستې او ډیالوګونه په ګډه جوړوي.