اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

له یوې سیاسي هوکړې پرته، افغانستان به د دوامدارې کورنۍ او سراسري جګړې شاهد وي

آسیا‎‎زړه ټولنې، په یوې انلاین خپرونه کې د افغانستان د سولې تجربې او درسونو تر عنوان لاندې خپل  نوی څېړنیز راپور نقد کړ.
دغه انلاین خپرونه  د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۳مه نېټه د آسیا‎زړه‎ټولنې مرستیال، ښاغلي جانان موسی‎زي په مدیریت او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې، ډاکټر سیماسمر؛ په ملګرو ملتونو کې د طالبانو پخواني استازي، مولوي عبدالحکیم؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي پخواني مرستیال، ښاغلي فرید ظریف او څېړونکي او لیکوال، میراحمد دایمیریان په حضور کې جوړه شوې وه، په تېرو څلورو لسیزو کې د بین الافغانی مذاکراتو د ناکامۍ، د سولې روانو خبرو کې د تېرو تجربو او درسونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه بحث او خبرې وشوې.

ویناوالو د افغانستان څلوېښت کلن بحران او شخړو ته په اشارې سره وویل چې بین الافغاني مذاکرات تل د بې باورۍ، د معتبر نړۍوال منځ‎ګړي نشتون، د لوريو د زیات‎والي، د سیمې او ګانډویو هېوادونو لاس‎وهنې، د تل پاتې سولې لپاره د سیاسي ژمنې نشتوالي، په عملي ډګر کې د مذاکره کوونکو د خپلواکۍ نشتوالي، د سولې په خبرو کې د خلکو او ښځو مانادارې ونډې ته د نه پام‎لرنې؛ اقلیتونو، د جګړې قربانیانو او د زیانمن‎ شویو کسانو د نه ګډون له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

ویناوالو تر ډېره د سولې په روانو خبرو تمرکز وکړ. هغوی د سولې د روانو خبرو له پڅ بهیر اندېښنه وښوده او ټينګار یې وکړ که چېرې دواړه لوري یوې سیاسي هوکړې ته ونهرسېږي، افغانستان به له یوې دوامدارې کورنۍ او سراسري جګړې سره مخ شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې، سیماسمر، د بحران له منځه‎وړلو لپاره د لوریو رښتینې ژمنه، له تاریخي تېروتنو عبرت اخیستل، د یو نړۍوال درېیم‎ګړي او نړۍوال ضمانت شتون د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره اړین وبلل او ویې ویل چې د اړتيا په وخت کې به د نړۍوالو سوله ساتو ځواکونو شتون ته هم اړتیا وي.

فرید ظریف، په طالبانو نیوکه وکړه چې د دوحې تړون او سیاسي حل لارې ته ژمن نه دي، نوموړي وویل چې طالبانو له امریکا سره د دوحې له تړون څخه د خېزتختې په  توګه ګټه واخيسته؛ نړۍوال مشروعیت يې تر لاسه کړ، بنديان يې خوشې شول، له نړۍوالو او سيمه ييزو هېوادونو سره په تعامل کې شول؛ خو د بين الافغاني مذاکراتو د پرمختګ لپاره يې برعکس پر يوې ژمنې هم عمل ونکړ؛ نه يې اوربند وکړ او نه يې له القاعدې او تروريزم سره خپلې اړيکې پرې کړې. د ژنيف هوکړه‎ليک د ضمانتي ميکانيزم د نشتوالي له امله ناکام شو. اوس د دوحې هوکړه‎ليک هم له مشابه برخه ليک سره مخ دی.
د طالبانو پخواني چارواکي، مولوي عبدالحکيم مجاهد، يوې سياسي هوکړې ته د لاسري په اړه خوشبيني وښوده؛ خو وويل که دوحه کې له طالبانو سره د امريکا د سولې هوکړه عملي شوې وه، کار تر دې ځايه نه را رسېد. مولوي مجاهد وويل چې ملګرو ملتونو د افغانستان د سولې په بهير کې ښه نقش نه دی لوبولې.

ويناوالو د بحران له منځه وړولو لپاره، پر انعطاف‎پذيرۍ، د يو بل پر منلو او د افغانستان ټولنيز، سياسي او مذهبي تکثر ته پر احترام ټينګار وکړ او له ښکېلو غاړو څخه يې وغوښتل چې له تېرو اشتباهاتو څخه درس واخلي او د يوې سياسي هوکړې له مخې افغانستان کې روانې خونرېزۍ او بحران ته د پای ټکی کښېږدي.