اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

د مدني ټولنې له غړو او ځوانانو سره د سولې پروسې اړوند خبرې اترې

د سولې د خبرو اترو په تړاو د آسیا زره تولنه د پنجشنبې په ورځ د مدني ټولنو د غړو، ځوانانو او زده کړیالانو کوربه وه.

د دې ناستې ګډونوالو د سولې پروسې اړوند د خپلو تجربو او موندنو شریکولو ترڅنګ پدې ټکو ټینګار وکړ.

د سولې پروسه باید ولسي شي، د ټولنې بېلا بېل اقشار په ځانګړي ډول میرمنې، ځوانان، د مدني ټولنې غړي، د تعلیمي او تحصلي ټولنو غړي باید د سولې په پروسه کې شریک کړای شي.

د سولې په پروسه کې د ټولنیزو ادرسونو په ځانګړي ډول د اقلیتونو او مېرمنو شریکولو ته باید پام وشي.

د سولې پروسه باید ټولشموله او سرتاسري شي.

د سولې پروسه د افغانانو پورې اړوند ده او باید پدې برخه کې داخلي او ټولنیزې اجماع ته پام وشي.

د هلمند ولایت د سولې ولسي حرکت چې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شو، د سولې په برخه کې یو ښه او ګټور اقدام وه.

طالبانو سره د سولې په هوکړه د امریکا هر ډول بیا کتنه د سیمې هېوادونو د هوکړې پورې اړوند ده.

د طالبانو او د سیمې هېوادونو سره پرته له مشورې د امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو دوامداره حضور یا په بیړه وتل د بحران د شدت لامل کیږي.

د سیمې یو شمېر هېوادونه د سولې له پروسې لرې وه، چې اوس یې پایلو ته اندېښمن دي،  د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره پکار ده، چې د دې هېوادونو ګډون او رول ته پام وشي.

د سیمې هېوادونه هم باید په افغانستان کې خپل منفي سیاستونه یو خواته کړي او د سولې پروسې ته د یو فرصت په سترګه وګوري.

یو باثباته افغانستان د سیمي د نښلولو د جنوبي او مرکزي اسیا د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په برخه کې مرسته کوي.

د دې بحث ګډونوالو د سولې پروسې ارزښت ته په اشارې، داسې بحثونه د مدني ټولنو، د مېرمنو د حقونو فعالانو او رسنیو ترمنځ مهم یاد کړل.