ډاکټر جعفر مهدوي
October 6, 2020/
ډاکټر جعفر مهدوي په کال 1975 کې د افغانستان په مرکز غور ولايت کې زيږيدلی.
نوموړی يوه پيژندل شوې اکاډميکه څيره، سياستوال او مدني فعال دی.
ښاغلي مهدوي د تهران په پوهنتون کې ټولنپوهنه لوستې او دوکتورا يې د ايران له تربيت مدرس پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده .
نوموړی په افغانستان کې د غرجستان په نوم د يوه خصوصي پوهنتون بنسټ ايښودونکی دی.
د طالبانو سياسي ټولنپوهنې په نوم کتاب يې ليکلی او په 2010 کال کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی وټاکل شو.
نوموړي د ملت ګوند بنسټ کيښود او د دغه ګوند مشري يې پر غاړه واخيسته.
ډاکټر مهدوي د روښنايي جنبش له سر لارو وه، چې د ټولنيز عدالت او پرمختيا لپاره يي غږ پورته کړ.
نوموړی د محور مردم افغانستان د سياسي ايتلاف غړی هم دی.
ډاکټر مهدوي د افغانستان د سياسي او سولې چارو د مسايلو فعال هم دی .