اعمار صلح و اتصال منطقه‌یی از راه تحقیق و گفت‌وگو

سفیر جانان‌ موسی‌زی

د اسيا د زړه ټولنې مرستيال جانان موسی زی په 1980 زيږديز کال په کابل کې زيږيدلی. نوموړي په 2018 کال کې دولتي دنده پرېښوده او خصوصي برخې سره يې کار پيل کړ.

ښاغلی موسی زی اوسمهال د ميترا په نوم د مشورې او خدمتونو  يوه شرکت مشري کوي چې په کابل، دبی او لندن کې فعاليت کوي.

یاد شرکت د طبيعي سرچينو د پراختيا، کرهنې، خوراکي خدمتونو او همدا رنګه په دولتي اړيکو او تدارکاتي برخو کې تخصص لري.

جانان موسی زی په (2016_2018 ) کلونو کې په چين کې د افغانستان سفير او په ( 2014_2016) کلونو کې پاکستان کې د افغانستان سفير وه.

وړاندې تر دې ښاغلی موسی زی د افغانستان په بهرنيو چارو وزارت کې د عامه اړيکو مشر او وياند پاتې شوی دی.

له ډيپلوماټيکو کارونو وړاندې جانان موسی زی کابل کې ازاد خبريال او مدني فعال وه، په 2001-2002 کلونو کې نوموړی له نړيوالې رسنۍ بي بي سي سره په کار بوخت و.

نوموړي له 2002کاله تر 2005 کاله د ملګرو ملتونو په سياسي استازولۍ يا يوناما کې د بشري حقونو او سياسي چارو ارشد کارکونکي په توګه کار کړی.

ښاغلی موسی زی د کابل له طب پوهنځي فارغ شوی او په منځنی اسيا کې له امريکايي پوهنتونه د نړيوالو اړيکو له څانګې فارغ شوی او همدا رنګه د کاناډا له کارلتون پوهنتون څخه يې د ژورناليزم په برخه کې ماسټري اخيستې.